اطلاعات روز: د خوست ولایت مقام وایي چې په دغه ولایت کې د سېلابونو راتلو له امله یو کس خپل ژوند بایللی او دغه راز سیلابو خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.
د یاد ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سېلابونه تېره ورځ (جمعه، ۲ د زمري) د اسماعیل خېلو – مندوزیو ولسوالۍ اړوند «دوکانو کلي» کې راغلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په یاده سیمه کې یو ۵۰ کلن سړی سیلاب وړی او ژوندی یې بایللی دی.
خبرپاڼه کې همداراز ويل شوي چې سيلابونو د خوست مرکز اړوند شمل خوړ په غاړو کې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم زیانمنه کړي او د خلکو کښتونه ته هم زیان ور اړولی دی.
له تېرو دوو اوونیو راهیسې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو له امله سیلابونو راوتلي، چې تر ټول ډېر زیان یې د نورستان مرکز پارون کې اړولی دی.
