اطلاعات روز: کونړ کې ځایي اوسېدونکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت اړوند څوکۍ ولسوالۍ کې د ورښتونو او سختو سیلابونو را وتلو له امله د کونړ – جلال اباد لویه لار د تراقیکو پر مخ تړل شوې ده.
د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي، چې دا لار نن مازدیګر ۴:۰۰ بجې (شنبه، ۳ د زمري) د څوکۍ ولسوالۍ په «سپین جومات» سیمه کې وتړل شوه.
سرچینې وایي، له تېز باران وروسته سیلابونه را وتلي چې له امله یې د کونړ- جلال اباد لویې لارې د تړل کېدو له امله ځایي او مسافر له جدي ننګونو سره مخ دي.
کونړ کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او مبارزې په ریاست کې یوې سرچینې ویلي، تر اوسه د دغه سیلاب له امله د را منځته شويو زیانونو په تړاو معلومات نه دي ترلاسه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د ورښتونو، غره ښویېدنو او سیلابونو را وتلو له امله د کابل – جلال اباد لویه لار هم د څو ساعتونو لپاره تړل شوې.
د ورښتونو او سیلابونو را وتلو له امله د کونړ- جلال اباد لویه لار وتړل شوه
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
