د پنجشېر پر اوسېدونکو د طالبانو فشار؛ «تاسو په پنځو کلونو کې هم مسلمانان نه شوئ»

انځور: اطلاعات روز

اطلاعات روز: په پنجشېر کې ځايي سرچینې د اطلاعات روز ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو د دې ولایت د پریان ولسوالۍ له خلکو سره «دښمنانه او ښکاره خصمانه چلند» پیل کړی دی.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي ویلي، طالبان په دې ورځو کې خپلو امنیتي پوستو ته د تګ راتګ لپاره سړکونه جوړوي، خو د سړکونو په مسیر کې د خلکو کرنیزې ځمکې او مېوه لرونکې ونې ویجاړوي.

سرچینې ویلي چې په وروستیو ورځو کې د پریان ولسوالۍ د «خواواک» په سیمه کې د طالبانو د پوځ ځانګړې لوا سړک جوړېږي او د سړک یوه برخه یې د خلکو د کرنیزې ځمکې له منځه تېره کړې ده.

د سرچینې په وینا، کله چې د ځمکې مالک غوښتنه وکړه چې سړک دې د ده د ځمکې له ښکته برخه چې مناسبه او بې‌استفادې وه، تېر شي، طالبانو یې خبره ونه منله.

دغه سپین‌ږیري مالک هڅه وکړه چې د خپلې ځمکې د ویجاړېدو انځورونه واخلي، خو طالبانو هغه په لرګیو او د ټوپک په کونداغ سخت وواهه او ورته یې وویل: «تاسو په پنځو کلونو کې هم مسلمانان نه شوئ.»

سرچینې زیاته کړې چې په همدې سیمه کې طالبانو خپلې بلې پوستې ته د رسېدو لپاره سړک د اوبو د کانال له منځه جوړ کړی او د سیمې خلکو ته یې ویلي، چې نور د کانال د ایستلو حق نه لري، ځکه سړک به خراب شي.

اوس د دغه کانال اوبه بندې شوې دي او د هغو ځمکو ټول فصلونه او ونې، چې له همدې کاناله خړوبېدې د وچېدو له ګواښ سره مخ دي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، طالبانو د پریان ولسوالۍ په ټولو کلیو کې په همدې ډول، «د عقدې له مخې»، سړکونه د خلکو د ځمکو له منځه تېر کړي او آن په ځینو کلیو کې یې د خلکو د استوګنې کورونه هم نړولي دي.

یوې بلې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي چې د پریان ولسوالۍ د «کوجان» په سیمه کې هم د طالبانو مېشتو ځواکونو خلکو ته ویلي دي: «موږ ستاسو په منځ کې مسلمان ونه لید.»

سرچینې زیاتوي، وروسته له هغه چې طالبانو د څو کلیو اوسېدونکي غرونو ته د خپلو څارویو د بېولو منع کړل او د دغو کلیو خلکو د پنجشېر د والي او د طالبانو د نظامي کمېسیون له خوا د څارویو د څړولو لپاره اجازه ترلاسه کړه.

خو په دې سیمه کې مېشت د طالبانو کنډک د والي او نظامي کمېسیون امر ونه مانه او خلکو ته یې ویلي دي: «تاسو پر خپلو ژمنو نه درېږئ؛ هر ځل ژمنه کوئ، بیا هم پر موږ برید کېږي. موږ ستاسو په منځ کې مسلمان ونه لید.»

د پنجشېر د پریان ولسوالۍ په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د مخالفو ډلو د بریدونو شاهده پاتې شوې ده.

په وروستي مورد کې، تېره اوونۍ د امرالله صالح په مشرۍ «شنه بهیر» اعلان وکړ چې د دې سازمان ځواکونو د پریان ولسوالۍ پر ودانۍ راکټي برید کړی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته