د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست اټکل کړی چې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې به د باران ورېدو او د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال موجود وي.
د دې ریاست د وړاندوینې له مخې، سبا (یکشنبه، ۴د زمري) به په نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشېر، لوګر، میدان وردګ، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني او بدخشان ولایتونو کې باران ووري.
د هوا پېژندنې ریاست ویلي چې په دغو ولایتونو کې د باران اندازه به د بېلابېلو سیمو له مخې له ۱۰ تر ۳۵ میلیمترو پورې وي.
یاد ریاست همداراز اټکل کړی چې د هېواد په ختیځو، سوېلختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې به د ۵۰ تر ۸۵ کیلومترو په ساعت سرعت بادونه هم ولګېږي.
په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو پېښې شوې دي.
د دغو سېلابونو له امله، یوازې په نورستان ولایت کې ۲۴ کسان وژل شوي او له ۸۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.
