ځایي سرچینې وايي چې د کابل – جلال اباد پر لویه لاره په سروبي ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې دوو کسانو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوي دي.
په سیمه کې یوې سرچینې اطلاعات روز ته ویلي، نن ماسپښین ۲:۰۰ بجې (شنبه، ۳ د زمري) د سروبي ولسوالۍ اړوند «سورۍ تېګې» سیمه کې د کابل – جلال اباد پر لویه لاره یو ټوډي موټر سیند ته لوېدلی دی.
د سرچینې په خبره، دوه مړي له سینده ایستل شوي او د پاتې یو جسد د موندلو هڅې روانې دي.
د کابل – جلال اباد پر لویه لاره ډېر کله دا ډول پېښې رامنځته کېږي، چې لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د ترافیکي قوانینو نه مراعات او د سړک خرابوالی ګڼل کېږي.
