اطلاعات روز: په ایکنډي کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په سنګ تخت او بندر ولسوالۍ کې یوه کس خپله ځوانه لور ، چې غوښتل یې له یوه هلک سره له کوره وتښتي وژلې ده.
د سرچینو په وینا، دغه نجلۍ د سنګتخت او بندر ولسوالۍ د «سیاهخرک او ترمه» کلي اوسېدونکې وه او دوه ورځې مخکې یې پلار د ښکار په ټوپک (چره یي ټوپک) وژلې ده.
یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې دې نجلۍ غوښتل له یوه تاجک توکمه هلک سره کابل ته وتښتي، خو د سنګتخت او بندر په بازار کې، د موټر د سپرېدو پر مهال وپېژندل شول.
د سرچینې په وینا، دغه هلک د دایکنډي اوسېدونکی نه و، بلکې د نجلۍ د تېښتې لپاره دې ولایت ته راغلی و.
د سرچینې په خبره، له پېژندل کېدو وروسته، نجلۍ او هلک لومړی د طالبانو یوې امنیتي حوزې ته ولېږدول شول او وروسته نجلۍ خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه.
سرچینې ویلي چې نجلۍ شپه د خپل پلار په کور کې تېره کړه او سبا سهار یې پلار د چرهیي ټوپک په ډزو ووژله.
سرچینې د نجلۍ د پلار نوم «صفدر» یاد کړی او ویلي یې دي، چې هغه خپله د طالبانو حوزې ته ورغلی او اعتراف یې کړی چې خپله لور یې وژلې ده.
د سرچینو په وینا، دغه کس اوس د سنګتخت او بندر ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو په بند کې دی.
په دایکنډي کې د ځوانو نجونو له هلکانو سره تېښته، چې ډېری وخت د واده په موخه ترسره کېږي، په یوه نسبتاً عامه پدیده بدله شوې ده.
د اجباري ودونو دود او د کورنیو له خوا د هلک او نجلۍ د خوښې نه منل، د ځوانانو د تېښتو له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.
طالبان دا کار «له کوره تېښته» بولي او جرم یې ګڼي. دغه ډله هغه کسان چې د کور څخه د تېښتې په تور نیول کېږي، په عام محضر کې په دُرو وهي.
