د طالبانو رییسالوزرا ملا محمد حسن اخند، د ازبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهیف سره د کتنې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د طالبانو رییسالوزرا دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا لیدنه نن (یکشنبه، ۴ د زمري) له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، افغانستان ته د ده او ورسره پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراخول او لا پیاوړي کول دي.
د طالبانو رییسالوزرا دفتر د نوموړي له قوله زیاته کړې، چې افغانستان د ازبیکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او کابل ته د ده د سفر اساسي موخه د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو ژمنو عملي پلي کول دي.
جمشید خواجهیف ویلي، په ۲۰۲۵ کال کې ازبیکستان ته د افغانستان د صادراتو ارزښت ۱۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی و، خو روان کال تر اوسه ۱۱۱ میلیونه ډالرو ته رسېدلی او تمه ده چې د کال تر پایه به نور هم زیات شي.
هغه همدارنګه ویلي، ازبیکستان تر اوسه د افغانستان وګړو ته پنځه زره ویزې صادرې کړې دي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا څرګندونه کوي.
ملا محمدحسن اخوند افغانستان ته د ازبکستاني پلاوي سفر مهم بللی او ویلي یې دي، چې دا د افغانستان د راتلونکي په اړه د ازبیکستان د پیاوړي باور نښه ده.
نوموړي زیاته کړې، طالبان له ازبیکستان سره د اړیکو له پیاوړتیا خوښ دي او د خپلو ژمنو پر عملي کولو ژمن دي.
د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال پرون د یوه دولتي او خصوصي سکتور د پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
ټاکل شوې، چې هغه د طالبانو له چارواکو سره د لیدنو ترڅنګ، په یوه سوداګریز پروګرام کې هم ګډون وکړي.
