اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې وروستیو سیلابونو خلکو ته رانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وایي، چې د وروستیو سیلابونو له امله په سره رود، بټيکوټ، ګوشته، روداته او هسکېمېنه ولسوالیو کې په ۴ زره جریبه کرنیزه ځمکه، ولاړ فصلونه اړ باغونه ویجاړ کړي او مالدارۍ ته یې درانه زیانونه اړولي دي.
د هغه په وینان، د یادو سیلابونو پرمهال د اوبو لګولو پر بنسټیزو تأسیساتو هم اغېز کړی، چې له امله یې ګڼ بندونه، سربندونه، زرګونه متره کانالونه او ویالې ویجاړې کړي
بلخواد لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې او اماده ګۍ ریاست د نشراتو مسؤل امیرخان دراني نن (یکشنبه، ۴ د زمري) ویلي، چې د وروستیو سیلابونو له امله د مهترلام ښار او الینګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو کس مړ، ۲۰۶ استوګنیز کورونه نړیدلي، ۸۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې، ۳۱۰ څاروي تلف شوي، ۴ بابه مسجدونه او دوه روغتیایي مرکزونه سییلابونو تخریب کړي دي.
د نوموړي په وینا، د زیانمنو شویو کورنیو سروې یې پیل کړې او له سروې وروسته به د مرستندویه بنسټونو له لوري ورسره په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره شي.
یاده دې شي چې په دې وروستیو کې سېلابونو د لغمان سربېره په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پراخ زیانونه اړولي دي.
ننګرهار او لغمان کې وروستیو سیلابونو نږدې ۵ زره جریبه کرنیزه ځمکه تخریب کړې
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
