د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیف کابل ته د خپل سفر پرمهال ویلي، چې هېواد یې چمتو دی د حیرتان په بندر کې د زینک ډبرو د پروسس یوه فابریکه د ۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونې جوړه کړي.
نوموړي دا خبره نن (یکشنبه، ۴ د زمري) د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره په لیدنه کې کړې ده.
هغه زیاته کړې چې ازبیکستان چمتو دی د افغانستان په بېلابېلو کانونو کې هم پانګونه وکړي او له افغانستان څخه د غوښې او پنبې واردات زیات کړي.
د ازبیکستان د لومړي وزیر مرستیال ویلي، چې هېواد به یې هغه پروژې چې ازبیک پانګهوالو په افغانستان کې پیل کړې دي، په چټکۍ عملي کړي او د هغوی ستونزې به هوارې کړي.
عبدالغني برادر د دواړو لورو ترمنځ د ګډ پلان د ښه پلي کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره مهم دی.
هغه همداراز غوښتنه کړې چې: «ازبیکستان ته د افغانستان د صادراتي توکو د لېږدونکو موټرو پر وړاندې شته خنډونه ذې لرې شي؛ هغو افغان ترانزیټي مالونو ته معافیت ورکړل شي چې له چین، منځنۍ اسیا او روسیې څخه افغانستان ته واردېږي. دغه راز ازبیکستان دې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، تازه او وچو مېوو، خوراکي توکو او قیمتي معدني موادو د صادراتو لپاره د منځنۍ اسیا، روسیې او چین بازارونو ته اسانتیاوې برابرې کړي.»
نوموړي دغه راز د ترانزیټي بنسټیزو تاسیساتو د ظرفیت لوړولو، د ګمرکونو پراختیا، افغان وګړو ته د ویزو د ورکړې بهیر اسانه کولو، او د انرژۍ او ګډو زیربنایي پروژو په برخه کې د همکاري غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال ویلي، چې د دوی په باور، د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ پراخه همکاري نه یوازې د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې لوړې کچې ته رسوي، بلکې د نورو ګاونډیو هېوادونو لپاره به هم د ښه ګاونډیتوب یوه ښه بېلګه وي.
د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال پرون د خپل هېواد د دولتي او خصوصي سکتور د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته رسېدلی و.
هغه تر دې وړاندې د طالبانو له رییس الوزرا او یو شمېر نورو چارواکو سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه یې خبرې کړې دي.
