د طالبانو سفیر: د افغانستان شاوخوا ۹۰ سلنه کډوال له پاکستانه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفیر، سردار احمد شکیب وايي، د افغانستان شاوخوا ۸۵ تر ۹۰ سلنه کډوال له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د طالبانو د سفارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي شکیب دغه څرګندونې پرون (پنجشنبه، د لړم ۲۸مه) په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د نوي دفتر له مشرې، نوریکو تاکاګي سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

هغه زیاته کړې چې طالبان د کډوالو هرکلی کوي او د خپلو شته امکاناتو په پام کې نیولو سره یې له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې او هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو هڅې کړې دي.

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفیر ویلي، د دوی دریځ دا دی چې د افغان کډوالو اړوند چارې باید د ټولو ښکېلو خواوو ترمنځ د ګډ میکانېزم او مشورو له لارې پر مخ یوړل شي، څو له کډوالو سره د هر ډول ناوړه چلند مخه ونیول شي او بشري حقونه، انساني کرامت او عزت یې خوندي پاتې شي.

د طالبانو د سفارت د خبرپاڼې له مخې، په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د دفتر مشرې ویلي چې هڅه کوي د افغان کډوالو ستونزې په سمه توګه درک کړي او د ټولو ښکېلو خواوو په همغږۍ ورته مناسبې حل‌لارې ومومي.

طالبانو د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر میاشت کې له پاکستانه د افغان کډوالو د پراخې ایستنې بهیر پیل کړ. د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو له زیاتېدو سره د افغان کډوالو ایستل هم چټک شول.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، پاکستان له هغه وخت راهیسې تر اوسه پورې له دوه نیم میلیونو څخه ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته شړلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته