د طالبانو څلور ډیپلوماټان د جرمني ویزو ترلاسه کولو لپاره قطر ته تللي دي

طلوع‌نیوز راپور ورکړی، چې څلور هغه ډیپلوماټان چې ټاکل شوې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن ښار کې د دغه هېواد قونسلګرۍ ته واستول شي، د جرمني ویزو ترلاسه کولو لپاره قطر ته تللي دي.

دغه رسنۍ نن، سې‌شنبه د لړم په ۲۶مه، د سرچینو په حواله لیکلي، چې دغه کسان اوس مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې دي.

سرچینو یادې رسنۍ ته ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بشیر احمد افغان او سعید اکبر راستاد په برلین کې د افغانستان سفارت ته په ترتیب سره د لومړي او دویم سکرتر په توګه ټاکلي دي.

د سرچینو په وینا، هدایت‌الله پکتین او محمد حکیم حکیمي هم په بن ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ ته د دویم سکرترانو په توګه ګومارل شوي دي.

سرچینو ادعا کړې، چې د جرمني حکومت دغو څلورو طالب ډیپلوماټانو ته د ویزو له ورکړې سره موافقه کړې ده.

د طالبانو او جرمني چارواکو تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جرمني تر دې مخکې د طالبانو دوه نور ډیپلوماټان هم په برلین کې د افغانستان په سفارت او د بن ښار په قونسلګرۍ کې د قونسلګرۍ د کارکوونکو په توګه منلي دي.

د جرمني حکومت په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو له دغه ډلې سره یې افغانستان ته د «مجرمو کډوالو» د بېرته لېږلو په اړه هوکړه کړې او له همدې امله یې د طالبانو ډیپلوماټان منلي دي.

د جرمني له لوري د طالبانو د ډیپلوماټانو منل او له دغه هېواده د کډوالو ایستل له پراخو نیوکو سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو، د جرمني په ګډون، غوښتي چې افغانستان ته د کډوالو د بېرته لېږلو بهیر ودروي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته