شاوخوا ۵۰ افغان ښځینه فعالانو، خبریالانو، سوداګرو او د مدني ټولنې استازو په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مشرې او د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې، رباب فاطمې، سره په کتنه کې د ښځو لپاره په عامه ژوند کې د مانا لرونکي ګډون او د لا زیاتو فرصتونو د برابرولو غوښتنه کړې ده.
یوناما نن (پنجشنبه، د لړم ۲۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه غونډه د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د ۸۰مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه، چې پکې ګډونوالو د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د شته محدودیتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د حل لپاره یې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
په خبرپاڼه کې د رباب فاطمې له قوله ویل شوي، هغې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ښځو هوډ، ونډه او مشري له نږدې لیدلې ده. نوموړې ټینګار کړی چې افغان ښځې یوازې د ملاتړ ترلاسه کوونکې نه دي، بلکې غواړي په هغو پرېکړو او پالیسیو کې هم فعاله ونډه ولري چې پر ژوند یې اغېز کوي.
د غونډې ګډونوالو ټینګار کړی چې ښځو ته باید په عامه ژوند کې د مانا لرونکي ګډون زمینه برابره شي او زدهکړو، کار او نورو بنسټیزو حقونو ته یې لاسرسی تضمین شي.
دوی د خپلې غوښتنې د اهمیت په بیانولو سره پوښتنه کړې: «له لوستو او تعلیمیافته ښځو پرته به په راتلونکو شلو کلونو کې د افغانستان برخلیک څه وي؟»
یوناما ویلي، دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې لا هم له ثانوي زدهکړو بېبرخې دي او د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه دوام لري.
د یادونې وړ ده چې د نړیوالې پرانیستې ورځې غونډې په ۲۰۱۰ کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوښت پیل شوې دي د دغو غونډو موخه د ښځو د سازمانونو او د ملګرو ملتونو د استازو ترمنځ د خبرو اترو پیاوړتیا، د سولې او امنیت په برخه کې د ښځو د ونډې روښانه کول او د شخړو د مخنیوي او حل په بهیرونو کې د ښځو د ګډون ملاتړ دی.
افغان ښځو په عامه ژوند کې د مانا لرونکي ګډون او زدهکړو ته د لاسرسي غوښتنه وکړه
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
