پکتیکا کې طالبان

پکتیکا کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي

د پکتیکا ولایت امنیتي مسولین وايي، د دې ولایت سروبي ولسوالي کې پولیسو سره په نښته کې یوولس وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نورټپیان شودي.

د امنیه قومنداني ویاند شاه محمد ارین اطلاعات روز ته وويل، چې یاده پېښه تېره شپه د دې ولسوالي اړوند په شهاب الدین سیمه کې رامنځته شوې ده.

ارین وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې پولیس د ګزمې په حال کې و او وسله والو برید پرې وکړ، چې د پولیسو په ځوابي متقابلو ډزو کې وسله والو طالبانو ته یاده مرګ-ژوبله واوښته.

نوموړی زیاتوي، چې د نښتې پر مهال د طالب جنګیالیو یو عراده موټر او یو موټر سایکل تخریب او همدارنګه یوه اندازه وسلې او مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.

د پولیسو ویاند وايي، چې په نښته کې ملي پولیسو ته زیان نه دی اووښتی.

د دې سربېره لوګر کې یو تن وسله وال طالب هم د ښځو په چادري کې د پولیسو لخوا ووژل شو.

امنیه قومنداني وايي، د روح الله په نوم یاد کس، چې د عزت طالب سرګروپ غړی هم و او غوښتل یې په پل علم ښار کې هدفي ترور وکړي د پولیسو له خوا له منځه ولاړ.