آلمان د مجرمو پناه غوښتونکو د ایستلو د لړۍ په دوام، ۳۱ افغان وګړي کابل ته بېرته استولي دي.
د دویچهویله د راپور له مخې، چې د جرمني د « دیپیای» خبري اژانس له قوله یې خپور کړی، د دغو کسانو لېږدوونکې الوتکه تېره شپه (دوشنبه، ۵ د زمري) د لایپزیګ-هاله له هوايي ډګر څخه کابل ته روانه شوه.
د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزیر، الکساندر دوبرینت، د دغو پناه غوښتونکو ایستل تایید کړي او ویلي یې دي چې ۳۱ افغان وګړي، چې ډېری یې په جرمونو کې ښکېل وو، له جرمني څخه کابل ته شړلي دي.
هغه زیاته کړه چې د دغو کسانو ډېری د «وژنې، جنسي تېري او تاوتریخوالي» په څېر درانه جرمونه ترسره کړي وو او یوازې یو کس یې داسې و چې کوم جرم یې نه و کړی، خو د جرمني پرېښودو ته مکلف و.
نوموړي ویلي چې په وروستیو اوونیو کې ایالتونو ته خبر ورکړل شوی و، چې له دې وروسته به هغه پناه غوښتونکي هم وشړل شي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي وي.
د جرمني حکومت اوس دا ایستل د طالبانو له ادارې سره د شوې هوکړې پر بنسټ ترسره کوي.
دغه تفاهم دا امکان برابر کړی چې جرمني د کوم درېیم منځګړي هېواد له همکارۍ پرته مجرم افغان وګړي افغانستان ته واستوي.
تر دې وړاندې جرمني د یوه درېیم هېواد په همکارۍ مجرم پناه غوښتونکي افغانستان ته لېږل.
د دغو پناه غوښتونکو ایستل له توندو نیوکو سره هم مخ شوي دي.
د بشري حقونو بنسټونه وایي چې د افغانستان اوسنی وضعیت د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره مناسب نه دی.
