اطلاعات روز: د ننګرهار سیمه ییز مسوولان وايي، په دغه ولایت کې د سخت باران له امله د یوه کور چت را پرېوتی چې له کبله یو کس مړ او د یوې ماشومې او دوو ښځو په ګډون درې نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه (پنجشنبه، ٨ د زمري) د دغه ولایت د شینوارو ولسوالي په «٢٥مې ویالې» سیمه کې شوې ده.
د هغه په وینا، د دغه کور د کوټې چت د تېز باران له کبله لوېدلی او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.
نومړی زیاتوي دغه راز د تېرې شپې بارانونو او سېلابونو له امله د جلال اباد اتمې ناحیې«دامان» او دغه راز د مومندرې ولسوالۍ په «هزارناو» سیمو کې ٩٠ اسوګنیز کورونه نیمه او په بشپړ ډول تخریب شوي دي.
د یادونې ده چې تر دې دوه اوونۍ مخکې هم د نورستان او ننګرهار په ګډون په یوشمېر ولایتونو کې ورته بارانونو او سېلابونو له امله ګڼ شمېر هېوادوالو ته مرګژوبله اوښتې وه.
