د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت اعلان کړی چې دغه هېواد د یونسکو په همکارۍ د مزار شریف د روضې د خوندي کولو او بیارغونې بیړنۍ چارې پیل کړې دي.
د ایټالیا سفارت نن (چهارشنبه، ١٤ د زمري) په اېکس پانه لیکلي، چې دغه نوښت د فرهنګي میراث پر ساتنه او د سیمهییزو ټولنو لپاره د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو تمرکز لري او له افغانانو سره د ملاتړ په برخه کې د ایټالیا او ملګرو ملتونو پر ګډې ژمنې ټینګار کوي.
د مزار شریف روضه، چې د بلخ ولایت د مزار شریف ښار کې حضرت علي (رض) ته منسوبه زیارتګاه ده، تېر کال د زلزلې له امله سخته زیانمنه شوې وه.
دغه تاریخي ودانۍ د پنځمې هجري لمریزې پېړۍ پر مهال د سلطان حسین بایقرا له خوا جوړه شوې ده او د هېواد له مهمو سیاحتي جاذبو او د مسلمانانو له سپېڅلو تاریخي ځایونو څخه شمېرل کېږي.
د مزار شریف روضه د وروستیو کلونو جګړو، د حکومت د نه پاملرنې او طبیعي پېښو له امله د نړېدو له جدي ګواښ سره مخ ده.
