حوثیانو د سره سمندر په سیمه کې د سعودي عربستان پر یوې نفت‌لېږدوونکې بېړۍ برید کړی

Photo: Archive | AFP

د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، د حوثیانو ویاند یحیی سریع نن (چهارشنبه، ١٤ د زمری) په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د سعودي «وفا» په نوم نفت‌لېږدونکې بېړۍ د سره سمندر په شمال او د ینبع ساحلونو ته نږدې د څو بالستیک توغندیو په وسیله په بریالیتوب سره په نښه شوې ده.

د یمن حوثیان وایي، وروسته له هغې چې دوی پر سعودي عربستان د سمندري محاصرې اعلان وکړ، سعودي خپلې نفت‌لېږدونکې بېړۍ د سره سمندر شمال ته لېږدولې دي.

یحیی سریع ویلي، حوثیان به اوس د سره سمندر په شمال کې پر سعودي نفت‌لېږدونکو بېړیو خپل بریدونه لا زیات کړي، څو «ټولې د تګ راتګ لارې وتړي او د هغوی د تېرېدو مخه ونیسي.»

د حوثیانو په وینا، د جولای له ۲۲مې راهیسې چې پر سعودي یې د سمندري محاصرې اعلان کړی، دا اتمه سعودي نفت‌لېږدونکې بېړۍ ده چې دوی پرې برید کړی دی.

دغه د ایران ملاتړی وسله‌واله ډله وايي، له سعودي عربستان سره د کړکېچ له زیاتېدو وروسته یې د «سترګه د سترګې په بدل کې» د تګلارې له مخې پر سعودي سمندري محاصره لګولې ده.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه محاصره د سعودي عربستان، چې د نړۍ له سترو نفتو صادرونکو هېوادونو څخه دی، د نړیوالو بازارونو ته د خپلو نفتو د رسولو وړتیا له جدي ګواښ سره مخ کړې ده، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې ایران هم‌مهاله د هرمز تنګی تړلی او د سعودي بله مهمه سمندري لاره یې هم بنده کړې ده.

د ایران له خوا د هرمز تنګي تر تړل کېدو وروسته، د سره سمندر د ینبع بندر د سعودي د نفتو د صادراتو اصلي مرکز ګرځېدلی او د باب‌المندب تنګی د خامو نفتو د لېږد حیاتي لاره بلل کېږي.

دا تنګه سمندري لاره، سره سمندر د هند له سمندر او د سوېز کانال له لارې له مدیترانې سمندر سره نښلوي.

د سمندري تګ راتګ د څار شرکت «کپلر» د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د مارچ او د جون تر نیمایي پورې د باب‌المندب تنګي له لارې د سعودي د خامو نفتو سمندري صادرات، د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې په پرتله اته برابره زیات شوي دي.

دغه صادرات د جون په میاشت کې نږدې ۱۰۰ میلیونه بېرلو ته رسېدلي، په داسې حال کې چې د فبرورۍ په میاشت کې شاوخوا اووه میلیونه بېرله وو.

د کپلر د معلوماتو له مخې، د اپرېل او مې په میاشتو کې د سعودي ټول سمندري خام نفت د ینبع له بندر څخه صادر شوي دي.

اوس حوثیان په همدې بندر کې د سعودي نفت‌لېږدونکې بېړۍ په نښه کوي او د دغه هېواد د خامو نفتو صادراتو ته یې جدي ګواښ رامنځته کړی دی.

حوثیان د یمن پلازمېنه صنعا او د دغه هېواد شمالي سیمې، د باب‌المندب تنګي ته څېرمه ساحلي سیمې هم په خپل کنټرول کې لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته