ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسوولان وایي، د تورخم سوداګریز بازار چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتې پرمهال ویجاړ شوی و، یو ځل بیا د سوداګرۍ پرمخ پرانیستل شو.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون نن (چهارشنبه، ۱۴ د زمري) ویلي، چې یاد بازار له پاکستان سره د نښتې پرمهال د اورلګېدنې له امله تړل شوی و.
د هغه په خبره، له بیارغونې وروسته بازار خپل عادي فعالیت بېرته پیل کړی او اوس د اړتیا وړ بېلابېل سوداګریز توکي په پخوا په ډول پلور ته وړاندې کېږي.
بلخوا سوداګر د بازار د لا منظمولو، د اسانتیاوو برابرولو او د سوداګرو ستونزو ته د حل لپاره له مسوولینو د مرستې غوښتنه کوي.
د سوداګرو په وینا، په یاد بازار کې د اورلګېدنې له امله سوداګرو ته په لویه کچه مالي زیانونه اوښتي، خو تراوسه ورسره د طالبانو لوري هیڅ ډول مرسته نه ده شوې بلکې ویجاړې شوي هټۍ دوی په خپل مالي لګښت بیا رغولې دي.
د سوداګرو د مالوماتو له مخې څو میاشتې وړاندې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتو پر مهال د پراخې اورلګېدنې له امله د تورخم په سوداګریز بازار کې له ۱۵۰ څخه زیاتې هټۍ سوځېدلې وې او سوداګرو ته شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی و.
تورخم بازار له څو میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا پرانیستل شو
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
