اوچا: د افغانستان د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د غبرګون پلان یوازې ۲۶ سلنه بودیجه ترلاسه کړې

Oplus_131072

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د افغانستان د «بشري اړتیاوو او غبرګون پلان» لپاره د روان ۲۰۲۶ میلادي کال یوازې ۲۶ سلنه بودیجه برابره شوې ده.

اوچا نن (چهارشنبه، ١٤ د زمري) په اېکس کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، سره له دې چې بودیجه کمه ده، بشري مرستندویه شریکان خپلو مرستو ته دوام ورکوي او هڅه کوي چې زیانمنو ټولنو ته ورسېږي او اساسي خدمتونه روان وساتي.

اوچا د روان کال لپاره د افغانستان د اړمنو خلکو د ملاتړ په موخه د ۱.۷ میلیارد ډالرو بودیجه غوښتنه کړې وه، خو د کال له پیله د څه باندې اتو میاشتو په تېرېدو سره لا هم د ۱.۳ میلیارد ډالرو له بودیجوي کسر سره مخ دی.

د «یار» په نوم یوه روغتیايي مرستندویه اداره ویلي، د بودیجې کمښت د دوی د تولیدي روغتیايي خدمتونو پر دوام سخت منفي اغېز کړی دی.

یادې ادارې زیاته کړې چې د مالي سرچینو کمښت د اړینو درملو، طبي تجهیزاتو او عامه پوهاوي پروګرامونو ته لاسرسی محدود کړی او په لرې پرتو او بې‌برخې سیمو کې ښځو او نجونو ته د خدمتونو رسول لا ستونزمن شوي دي.

خو سره له دې ننګونو، دوی ژمن دي چې خپلو خدمتونو ته دوام ورکړي.

د «آسیایي سازمان د دوامدار پرمختګ لپاره (AOSD)» هم ویلي، د خلکو د معیشت ملاتړ، د ښځو پیاوړتیا، د خوړو خوندیتوب، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت، زده‌کړو او د ټولنو د بیارغونې ګڼ حیاتي پروګرامونه د بودیجې د سخت کمښت له امله درېدلي دي. دغه سازمان ټینګار کړی چې هر وخت چې مالي سرچینې برابرې شي، خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.

همدارنګه د «چاپېریال او طبیعي سرچینو د مدیریت انسټیټیوټ (ENRMO)» ویلي، د بودیجې کمښت یوازې مالي ستونزه نه ده، بلکې د هغو ټولنو پر ژوند مستقیم اغېز کوي چې دوی ورته خدمتونه وړاندې کوي. ادارې زیاته کړې چې، سره له محدودو سرچینو، خپلو مرستو او ملاتړ ته ژمنه پاتې ده.

د اوچا د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو مرستندویه بنسټونو یوازې ۱۷.۵ میلیونه کسان د لومړیتوب په توګه ټاکلي دي.

بشري بنسټونه وایي، د بودیجې کمښت له امله نه شي کولای ډېرو اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي. د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هم ویلي چې سږ کال یې یوازې دومره بودیجه لرله چې په شدیدې خوارځواکۍ اخته له هرو اوو ښځو او ماشومانو څخه یوازې یو ته د تغذیې مرسته برابر کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته