د زابل ولایت امنیتي چارواکي وایي، دغه ولایت یې ۱۰ ټنه بېلابېل ډوله نشه یي توکي سوځولي چې په تور یې یو شمېر کسان هم نیول شوي دي.
د دغه ولایت د امینه قوماندانۍ څخه نن (چهارشنبه، ۱۴ د زمري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه توکي یې په تېرو پنځو میاشتو کې په بېلا بېلو عملیاتو کې نيول شوي و.
د یادونې ده، چې د طالبانو د حکومت له لورې د نشه یې توکو پر کښت پېر او پلور بندیز لګول شوی له هغه راهیسي په بېلابېلو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو لخوا لسګونه زره کیلو ګرامه نشه یې توکې له منځه وړل شوې او زیات شمېر قاچاق کوونکي نیول شوي.
