مصري الاصله مسلمان ډاکټر عبدال سید د امریکا د میشیګان ایالت لپاره د سنا څوکۍ ته د ډیموکرات ګوند په لومړنیو ټاکنو کې بریا خپله کړه.
د رویټرز د راپور له مخې، د عبدال سید بریا د مني په ټاکنو کې د یوې مهمې سیالۍ لپاره لاره هواره کړې ده.
دا ټاکنې به وښيي چې ایا یو څرګند پرمختګپال (مترقي) نوماند کولای شي په داسې ایالت کې بریالی شي چې سیاسي سیالي او ژوره وېش پکې موجود وي.
دغه ټاکنې ښايي د امریکا د سنا د کنټرول پر برخلیک هم اغېز وکړي.
۴۱ کلن عبدال سید، چې ډاکټر او د مصري کډوالو زوی دی، خپل انتخاباتي کمپاین د روغتیايي خدمتونو، اقتصادي اصلاحاتو او اسرائیل ته د امریکا د بېقید او شرطه پوځي مرستو د پای ته رسولو پر شعارونو متمرکز کړی و.
هغه په میشیګان کې لومړنی څرګند پرمختګپال نوماند دی، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۴ کال کې دغه ایالت د جمهوريپال نوماند ډونالډ ټرمپ ګټلی و.
عبدال سید به د نومبر میاشتې په منځمهالو ټاکنو کې د کانګرس له پخواني جمهوريپال غړي مایک راجرز سره سیالي وکړي.
ډیموکرات ګوند، چې د عبدال سید او د هغه د منځلاري سیالې هېلي سټیونز ترمنځ د لومړنیو ټاکنو پر مهال له داخلي اختلافونو سره مخ و، د چهارشنبې په ورځ د ګوند د یووالي پر اړتیا ټینګار وکړ.
د سنا د ډیموکراتانو د اقلیت مشر چک شومر، چې مخکې یې د هېلي سټیونز ملاتړ کړی و، وویل چې ډیموکراتان به د مایک راجرز د ماتولو لپاره سره متحد شي. خپله هېلي سټیونز هم ژمنه وکړه چې د عبدال سید د بریا لپاره به هڅې کوي.
عبدال سید وویل: «هر هغه اختلاف چې د لومړنیو ټاکنو پر مهال زموږ ترمنځ موجود و، د هغو ارزښتونو په پرتله ډېر کوچنی دی چې موږ یې سره یو موټی کوي.»
سره له دې چې ډیموکراتانو د ډونالډ ټرمپ تر بیا واک ته رسېدو وروسته په څو ټاکنو کې بریاوې ترلاسه کړې دي، د میشیګان سیالۍ یو ځل بیا د ګوند دننه مهم اختلافونه را برسېره کړي دي.
اصلي پوښتنه دا ده چې ګوند باید د چپ اړخي پرمختګپالو نوماندانو ملاتړ وکړي، که د هغو منځلارو نوماندانو چې د خپلواکو او ناپریکړه رأیه ورکوونکو د جلبولو ښه چانس لري.
