ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د یوې ۱۲ کلنۍ نجلۍ جسد موندل شوی دی.
سرچینې ویلي چې د یادې نجلۍ جسد نن سهار (پنجشنبه، ۱٥ د زمري) د جلالاباد ښار درېیمې ناحیې اړوند «بابړیانو» سیمه کې موندل شوی دی.
د سرچینې د مالوماتو له مخې تراوسه د دې نجلۍ هویت څرګند شوی نه دی، خو خلکو یې جسد ځایي طالب مسوولانو ته سپارلی دی.
سرچینو زیاته کړې چې د دغې نجلۍ په بدن کې د ربړې نښې لیدل شوې او داسې ښکاري چې د زندۍ په وسیله وژل شوې ده.
تر اوسه د یادې نجلۍ د وژلو انګیزه ډاګیزه شوې نه ده او نه هم ننګرهار طالب چارواکو ددې پېښط په اړه څه ویلي دي.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دا ډول مرموزې وژنې زیاتې شوې چې عام خلک یې اندېښمن کړي دي.
