په خوست کې ځایي سرچینې وایی، چې د طالبانو استخباراتو د دغه ولایت په مرکز کې د احسان سعادت په نامه یو ټولنیز فعال نیولی دی.
سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته نن (پنجشنبه،١٥ د زمري) ویلي، چې نوموړی د طالبانو د استخباراتو لخوا څلور ورځې مخکې نیول شوی او تر اوسه د هغه د سرنوشت په اړه خبر نشته.
د سرچینې په خبره، احسان سعادت د پشتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی و او هغه له نیولو مخکې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر سیاستونو نیوکې کړې وې او دا د هغه د نیولو احتمالي لامل بولي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه هیڅ نه دي ویلي.
احسان سعادت له دې وړاندې هم دوه ځله د طالب اسخباراتو لخوا نیول شوی و.
طالبانو له دې وړاندې هم خبریالان او ټولنیز فعالان په یوه او بله پلمه نیولي او زنداني کړي یې دي.
