فائو: د کرنیزو سرو د بیو لوړېدل د افغانستان د غنمو حاصلات له ګواښ سره مخ کوي

Oplus_131072

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) خبرداری ورکړی چې د کرنیزو سرو د بیو لوړېدل به په ۲۰۲۷ کال کې د افغانستان د غنمو حاصلات له جدي ګواښ سره مخ کړي.

دغه ادارې نن (پنجشنبه، ۱۵ د زمري) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په نړیوالو بازارونو کې د منځني ختیځ د کړکېچ له امله رامنځته شویو ګډوډیو د کیمیاوي سرو بیې په بې‌سارې توګه لوړې کړې دي.

فائو زیاته کړې چې دا وضعیت د افغانستان د بزګرانو لپاره درنې پایلې لرلای شي، ځکه د دې هېواد په کم‌حاصله ځمکو کې د غنمو تولید د ډای‌امونیم فاسفیټ (DAP) او یوریا سرو په کافي کارونې پورې تړلی دی.

د دې ادارې په وینا، ژمني غنم د افغانستان تر ټولو مهم خوراکي محصول دی او د هېواد د کیمیاوي سرو له کلنۍ اړتیا څخه تر دوو پر درېیمه ډېره برخه مصرفوي.

فائو خبرداری ورکړی چې د سرو د بیو لوړېدل ښايي بزګران دې ته اړ کړي، چې د سرو کارول کم کړي یا د کرنې لاندې ځمکې راکمې کړي.

دا کار به د غنمو تولید کم، د کورنیو خوراکي توکو ته لاسرسی محدود او د هغوی پورونه زیات کړي.

د فائو په وینا، دا بحران به تر ټولو ډېرې اغېزې پر هغو کورنیو ولري چې له مخکې اقتصادي ستونزې لري؛ لکه د ښځو تر سرپرستۍ لاندې کورنۍ، بېرته راستانه شوې کورنۍ او هغه کلیوالي ټولنې چې د خوراکي خوندیتوب له پلوه له ستونزو سره مخ دي او د اقتصادي ټکانونو پر وړاندې د مقابلې محدود توان لري.

په افغانستان کې د فائو استازي، ریچارډ ټرنچارډ، ویلي: «د افغانستان بزګران د یوې سختې وچکالۍ له تېرولو وروسته دا فرصت لري چې یو ښه کرنیز فصل ولري، خو د کیمیاوي سرو د بیو لوړېدل دا فرصت له ډېرو هغو کورنیو اخلي چې تر ټولو ډېر ورته اړتیا لري.»

هغه زیاته کړې: «دا د سرو د کمښت بحران نه دی، بلکې د پېرلو د وس بحران دی، او دا هم د کرنیز کال په یوه ډېر مهم پړاو کې. کیمیاوي سرې په بازار کې شته، خو ډېر بزګران یې د اخیستو توان نه لري.»

د نیمروز ولایت یو بزګر، دین‌محمد، ویلي: «پخوا هغو دوکاندارانو چې موږ پېژندل، کیمیاوي سرې به یې په پور راکولې، خو اوس هېڅوک پور نه راکوي. که سرې ونه کاروم، له خپلې ځمکې به هېڅ ګټه ترلاسه نه کړم.»

د نیمروز یو بل بزګر، وکیل، هم ویلي: «نه پوهېږم د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړم که خپلې پیسې د تخم او سرو په اخیستو ولګوم.»

فائو ویلي چې د ۶۰۰ زره کورنیو لپاره د اصلاح شویو غنمو د تخمونو او کیمیاوي سرو د برابرولو په موخه ۳۸.۳ میلیونه ډالرو بودجې ته اړتیا ده.

دغه سازمان اعلان کړی چې خپلې مرستې به د هدفمنو سبسایډیو او د خصوصي سکټور د عرضه کوونکو په همکارۍ وړاندې کړي. دا پروګرام به د بزګرانو د بایومټریک ثبت او برېښنايي کوپنونو له لارې عملي کېږي، او بزګران به وکولای شي سبسایډي شوي تخمونه او سرې د خصوصي شرکتونو له شبکې څخه ترلاسه کړي.

د فائو د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ۱۰۰ زرو څخه ډېر بزګران په دې پروګرام کې ثبت شوي دي، او که د سپټمبر تر نیمایي پورې بودجه برابره شي، دوی به د کرنې د فصل لپاره پر وخت اړین تخمونه او سرې ترلاسه کړي.

فائو زیاته کړې چې د شواهدو له مخې، د اصلاح شویو تخمونو، کافي کیمیاوي سرو او مناسبو کرنیزو طریقو ګډ استعمال کولی شي د غنمو تولید تر ۳۲.۸ سلنې پورې زیات کړي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې له خطر سره یوازې د راتلونکي کال د غنمو حاصلات نه دي مخ، بلکې د افغانستان د کرنې په سکټور کې د کلونو پانګونه، د خوراکي خوندیتوب نازک پرمختګ او د بشري مرستو د اړتیاوو د کمېدو لاسته راوړنې هم له ګواښ سره مخ دي، په داسې حال کې چې د هېواد د نفوسو لویه برخه خپل عاید له کرنې څخه ترلاسه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته