په جرمني کې یوې محکمې یو افغان وګړی د مونیخ ښار په یوه برید کې، چې د موټر په وسیله یې پر خلکو ترسره کړی و او له امله یې یوه دوه کلنه نجلۍ او د هغې مور وژل شوې او لسګونه نور کسان ټپیان شوي وو، په عمري بند محکوم کړی دی.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د مونیخ ښار محکمې د پنجشنبې په ورځ (۱۵ د زمري) تورن کس، چې د «فرهاد ن.» په نوم یاد شوی، د دوو کسانو د وژنې، د ۲۳ کسانو د وژنې د هڅې او د ۲۲ کسانو د جسمي زیان اړولو په جرم مجرم وپېژاند.
محکمې همداراز اعلان کړی چې دا قضیه «د جرم د ځانګړي شدت» لرونکې ده؛ داسې پرېکړه چې د ۲۵ کلن فرهاد د راتلونکې احتمالي خوشې کېدو امکان خورا کموي.
دغه برید د تېر میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې د جرمني د مونیخ ښار د یوې غونډې پر مهال ترسره شوی و، چې په ترڅ کې یې یوه مور او د هغې دوه کلنه لور ووژل شوې او یو شمېر نور کسان ټپیان شول.
د محکمې د اسنادو له مخې، فرهاد ن. چې د برید پر مهال ۲۴ کلن و، خپل میني کوپر موټر د کارګرانو د یوې اتحادیې د شاوخوا ۱۴۰۰ کسیزې لاریون کوونکې ډلې پر لور ورساوه.
د برید په پایله کې ۳۷ کلنه ښځه او د هغې دوه کلنه لور شاوخوا لس متره هوا ته وغورځول شوې. مور او لور دواړه د سر د سختو ټپونو له امله څو ورځې وروسته مړې شوې.
یو شاهد، چې د محاکمې پر مهال یې د څارنوالۍ له خوا څرګندونې ولوستل شوې، ویلي وو چې خلک «د بولینګ د توپونو په څېر چپ او ښي لوري ته غورځېدل.»
د تورنلیک له مخې، موټر له شاوخوا ۲۳ مترو وروسته ودرېد، ځکه چې مخکیني ټایرونه یې د هغو کسانو له امله چې د موټر مخې ته او لاندې لوېدلي وو، نور له ځمکې سره تماس نه درلود.
څارنوالانو د محاکمې پر مهال ویلي وو چې فرهاد ن. دغه برید «د مذهبي انګېزې» له مخې ترسره کړی او تر خلکو د موټر له تېرولو وروسته یې د «الله اکبر» شعار هم ورکړی و.
خو قضايي چارواکي باور لري چې هغه د هېڅ منظمې جهادي ډلې، د «اسلامي دولت» (داعش) په ګډون، غړی نه و.
د هغه مدافع وکیلانو غوښتنه کړې وه چې موکل یې د رواني ناروغیو یوه مرکز ته ولېږدول شي، خو د محکمې ټاکلو متخصصانو تشخیص کړی چې د هغه رواني ستونزو د هغه جنايي مسؤلیت نه دی کم کړی.
فرهاد ن. په ۲۰۱۶ کال کې، هغه مهال چې ۱۵ کلن و، بې له سرپرسته جرمني ته تللی و. د هغه د پناه غوښتنې غوښتنلیک رد شوی و، خو اجازه ورکړل شوې وه چې په جرمني کې پاتې شي او کار وکړي.
پولیسو ویلي چې هغه په امنیتي برخه کې کار کاوه او د بدن جوړونې او فټنس له ورزشونو سره یې ډېره لېوالتیا لرله.
د چارواکو په باور، د برید تر ترسره کېدو مخکې په وروستیو میاشتو کې هغه په انټرنېټ کې د افغانستان د ځینو سختدریځو واعظانو د خپرونو په تعقیب افراطي شوی و.
دغه برید د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ د سراسري ټاکنو یوازې څو ورځې مخکې ترسره شو؛ هغه ټاکنې چې پکې د ښي اړخي افراطي «آلټرناتیف د جرمني لپاره» (AfD) ګوند له ۲۰ سلنې څخه د ډېرو رایو په ترلاسه کولو سره د خپل تاریخ تر ټولو ښه پایله خپله کړه.
په دغو ټاکنو کې د «مسیحي دیموکرات اتحاد/مسیحي ټولنیز اتحاد» (CDU/CSU) محافظهکار ائتلاف تر ټولو ډېرې رایې وګټلې او د دغه ائتلاف مشر، فریدریش مېرتس، د کډوالۍ په اړه د سختو پالیسیو د پلي کولو په ژمنې سره د جرمني صدراعظم شو.
خو له هغه وخت راهیسې د محافظهکار ائتلاف محبوبیت کم شوی او د «آلټرناتیف د جرمني لپاره» ګوند په نظرپوښتنو کې په دوامداره توګه لومړی ځای خپل کړی دی.
