یو شمېر سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته منلې، چې کلید ګروپ د اقتصادي ستونزو او بودجې د کمښت له امله په کندهار، خوست او غزني ولایتونو کې خپل کاري دفترونه او سیمهییزې راډیوګانې تړلې او هم یې ټول ولایتي خبریالان رخصت کړي دي.
سرچینې په وینا، د کلید ګروپ مسؤلینو د دغه پرېکړې لامل د مالي سرچینو کمښت یاد کړی، چې له امله لسګونه ولایتي خبریالان بېکاره شوي دي.
د مالوماتو له مخې کلید ګروپ چې د افغانستان لپاره بشري او پراختیایي خدمتونو (DHSA) موسسې ترچتر لاندې فعالیت کوي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې مالي ستونزو د رسنیو پر فعالیتونو منفي اغېز کړی، چې له امله یې ګڼ شمېر انځورېزې، غږېزې، چاپي او انلاین رسنۍ تړل شوې دي.
