تایلنډ کې په یوه ښوونځي کې د ډزو پرمهال د یوه ښوونکي په ګډون پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د تایلنډ پولیسو ویلي، چې د دغه هېواد د «نونتابوري» ولایت په یوه ښوونځي کې د یوه زده‌کوونکي له لوري د ډزو له امله یو ښوونکی وژل شوی او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د نونتابوري ولایت د پولیسو قوماندان ویلي، چې دغه ډزې نن (جمعه، ۱۶ د زمري) د «بانک کروای» په سیمه کې شوې دي او بریدګر زده‌کوونکي وروسته ځان وژنه کړې ده.

د پولیسو په وینا، په ټپیانو کې یو ښوونکی او درې زده‌کوونکي شامل دي.

یو ۱۸ کلن زده‌کوونکي رویټرز ته ویلي: «په لومړي سر کې مې فکر نه کاوه چې د ټوپک ډزې دي. د پرله‌پسې ډزو ډېر غږونه واورېدل شول؛ بنګ، بنګ، بنګ. وروسته چوپتیا شوه، بیا بېرته پیل شوې.»

د رویټرز د راپور له مخې، په کوم ښوونځي کې چې ډزې شوې، په ۲۰۰۵ کال کې ۳۱۰۰ زده‌کوونکي او ۱۴۷ ښوونکي لرل.

تر اوسه د دغو ډزو انګېزه نه ده معلومه.

تر دې وړاندې هم په تایلنډ کې پر ښوونځیو د ډزو پېښې شوې دي.

د فبرورۍ په میاشت کې د دغه هېواد په سوېل کې د «هات یای» سیمې په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته