په تایلنډ کې خونړۍ ډزې؛ ۱۴ کلن زده‌کوونکي اته کسان ووژل او بیا یې ځان وواژه

د تایلنډ پولیسو نن سهار د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې د «نونتابوري» ولایت په یوه ښوونځي کې د خونړۍ ډزو په اړه نور جزئیات خپاره کړي دي. پولیس وايي، ۱۴ کلن زده‌کوونکي لومړی په خپل کور کې خپل نیکه او نیا وژلي او وروسته ښوونځي ته تللی او ډزې یې کړې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، پولیس وايي، د دغه زده‌کوونکي په ډزو کې په ښوونځي کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د تایلنډ پولیسو ویلي، دغه زده‌کوونکي وروسته پر ځان هم ډزې کړې او روغتون ته تر انتقال وروسته یې ساه ورکړې ده.

د پولیسو په وینا، هغه له هغې وسلې څخه کار اخیستی چې د خپل نیکه وه. نوموړي ۲۶ ډزې کړې وې او ۳۶ نورې مرمۍ یې هم له ځان سره لرلې.

د تایلنډ د پوهنې وزیر پراسرت جانتاراروانګ‌تونګ رویټرز ته ویلي چې د وژل شویو او ټپیانو په منځ کې ښوونکي او زده‌کوونکي هم شامل دي. پولیسو هم تایید کړې چې بریدګر د همدې ښوونځي زده‌کوونکی و.

دا په روان میلادي کال کې په تایلنډ کې پر یوه ښوونځي دوهم وسله‌وال برید دی. د فبرورۍ په میاشت کې د دغه هېواد په جنوب کې په یوه بل ښوونځي کې د ډزو له امله یو ښوونکی وژل شوی او یو زده‌کوونکی ټپي شوی و.

په تایلنډ کې د وسلو مالکیت او وسله‌وال تاوتریخوالی کومه نادره پدیده نه ده. دغه هېواد په تېرو شپږو کلونو کې د څو خونړیو ډزو شاهد پاتې شوی چې په ځینو پېښو کې ماشومان هم قرباني شوي دي.

د تایلنډ په معاصر تاریخ کې تر ټولو خونړۍ ډله‌ییزه وژنه په ۲۰۲۲ کال کې د یوه کس له خوا ترسره شوه. په هغه پېښه کې یوه پخواني پولیس د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د درې ساعته وسله‌وال او چاقو برید پر مهال ۳۶ کسان، چې ۲۲ یې ماشومان وو، ووژل. ماشومان هغه مهال په یوه ورځني پاملرنې مرکز کې ویده وو چې برید پرې وشو.

د ۲۰۲۵ کال په جولای کې هم یوه وسله‌وال کس د بانکوک په یوه بازار کې پنځه کسان، چې امنیتي کارکوونکي او یو پلورونکی هم پکې شامل وو، ووژل او وروسته یې په ډزو ځان وواژه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته