د افغانستان متحده جبهه: په تېرو ۴۸ ساعتونو کې مو په پنځو ولایتونو کې پر طالبانو بریدونه کړي

«د افغانستان متحدې جبهې» ویلي، ځواکونو یې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د هېواد په پنځو ولایتونو کې پر طالبانو بریدونه کړي، چې د دوی په وینا، په دغو نښتو کې د طالبانو ۱۹ غړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

متحدې جبهې د جمعې شپې (د زمري ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه بریدونه په کندهار، هلمند، غور، بغلان او بدخشان ولایتونو کې ترسره شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو یې د دغو عملیاتو پر مهال د طالبانو دوه قرارګاوې نیولې او د هغوی ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې ترلاسه کړي دي.

متحده جبهه ادعا کوي چې د کندهار د میوند ولسوالۍ د «بند تیمور» په سیمه کې یې دوه جلا عملیات ترسره کړي، چې په یوه کې یې د طالبانو یو لوړپوړی پولیس افسر وژل شوی دی.

دغه جبهه همداراز وایي، د کندهار ښار د ۱۵مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې په یوه بل عملیات کې د طالبانو یو غړی وژلی دی.

متحدې جبهې ویلي چې په تېرو دوو شپو او ورځو کې یې د هلمند د نوزاد ولسوالۍ په «بر نوزاد» سیمه کې هم عملیات کړي، چې په پایله کې یې د طالبانو یو قوماندان وژل شوی دی.

جبهې زیاته کړې چې ځواکونو یې د غور ولایت د الفاروق ولسوالۍ په «ګرداب» سیمه کې د طالبانو یوه قرارګاه نیولې، چې په پایله کې یې د طالبانو دوه غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د بغلان ولایت د پل حصار ولسوالۍ کې یې هم د طالبانو یوه پوځي قرارګاه نیولې، چې په پایله کې یې د طالبانو دوه غړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

«د افغانستان متحدې جبهې» په بدخشان کې د خپل لومړي برید خبر هم ورکړی او ویلي یې دي چې ځواکونو یې د ارګو ولسوالۍ کې د طالبانو یو غړی وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

خو طالبانو تر اوسه د متحدې جبهې د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو چې دغه جبهه په هېواد کې حضوري فعالیت نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته