د امریکا د کانګرس مشرانو جرګې (سنا) د جنوبي کارولینا ایالت د سناتور لینډسي ګراهام له لوري وړاندې شوی هغه قانون تصویب کړ، چې پر روسیې د پراخو بندیزونو او د دغه هېواد د تېلو او ګازو پر پېرودونکو تر ۱۰۰ سلنې پورې د تعرفو لګولو وړاندیز کوي.
رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ (۱۶ د زمري) په یوه راپور کې لیکلي چې دغه طرحه د ۸۶ موافقو او ۱۱ مخالفو رایو په پایله کې تصویب شوې ده.
ټاکل شوې چې دغه طرحه د استازو جرګې ته هم وړاندې او پرې رایه واخیستل شي. که تصویب شي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به یې په قانون بدله کړي.
د جمهوري غوښتونکو سناتور لینډسي ګراهام، چې تېره میاشت مړ شو، په کانګرس کې د اوکراین له تر ټولو څرګندو ملاتړو او د روسیې له سختو مخالفانو څخه و. هغه دغه لایحه پر مسکو د اقتصادي فشار د زیاتولو لپاره وړاندې کړې وه.
دغه لایحه چې د «د لینډسي او. ګراهام د روسیې او ایران د بندیزونو قانون – ۲۰۲۶» په نوم یادیږي، پر روسیې د تېلو او ګازو او همدارنګه د دغه هېواد پر چارواکو د پراخو بندیزونو وړاندیز کوي.
د لایحې له مخې، که دا طرحه په قانون بدله شي، پر چین، هند، جاپان او د اروپايي ټولنې پر ځینو غړو هېوادونو تر ۱۰۰ سلنې پورې درنې تعرفې هم لګېدای شي، څو هغوی د روسیې پر تېلو او ګازو خپله تکیه راکمه کړي.
په واشنګټن کې د اوکراین سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې لایحې د تصویب هرکلی کړی او دا یې «پر وخت او مهم ګام» بللی دی.
رویټرز لیکلي چې ښايي دغه لایحه په استازو جرګه کې د تصویب لپاره کافي ملاتړ ترلاسه نه کړي.
د دې دلیل دا دی چې ځینې قانون جوړوونکي او صنعتي برخې اندېښنه لري چې ټرمپ ته د تعرفو په برخه کې د نویو واکونو ورکول به د امریکايي واردوونکو او مصرفوونکو لګښتونه لوړ کړي.
د نیویارک استازي ګریګوري مېکس او د ویرجینیا استازي ډان بایر په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې لا هم د ټرمپ د تعرفوي واکونو په اړه «اساسي اندېښنې» موجودې دي.
دوی ویلي: «هغه څه چې دا لایحه یې ورکوي، د تعرفو په برخه کې نوي او پراخ واکونه دي چې ولسمشر یې کولای شي په خپل سر وکاروي، لکه څنګه چې یې په تېرو وختونو کې څو ځله کړي دي».
د کینټکي جمهوري غوښتونکي سناتور رېنډ پال، چې د دې لایحې پر ضد یې رایه ورکړې، هم له دیموکراتو استازو سره همغږی دی. هغه د روسیې د تېلو او ګازو پر پېرودونکو تر ۱۰۰ سلنې پورې تعرفې د «پر امریکايي مصرفوونکو د مالیې» په توګه تشبیه کړې ده.
لینډسي ګراهام د ډونالډ ټرمپ له متحدینو او د روسیې او ایران له سختو مخالفانو څخه و. هغه تېره میاشت په ناڅاپي ډول مړ شو او د مړینې لامل یې د زړه ستونزه بلل شوې ده. د هغه خور، دارلین ګراهام، د ټرمپ په حکم د هغه د سنا څوکۍ نیولې ده.
