کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د عبدالباسط په نوم یو ځوان د چړو په ګوزارونو وژل شوی او بیا یې جسد د سیند اوبو ته غورځول شوی.
سرچینې نن (یکشنبه ۱۸ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، دا ځوان د تېرې جمعې په ورځ له خپلو ملګرو سره د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ «سپین جومات» تفرېحي سیمې ته په چکر تللی و، چې نن یې جسد موندل شوی.
سرچینې زیاته کړې چې وژل شوی ځوان د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی و او د رېکشې پر مټ یې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کولې.
سرچینه دغه راز وایي، د عبدالباسط په نوم له دغه ځوان یو ګرځنده موبایل او رېکشه وړل شوې او هغه په چړو له وژلو وروسته سیند ته غورځول شوی.
تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځایي امنیتي مسوولینو د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې مرموزې وژنې او جنایي پېښې زیاتې شوي چې ولسي خلک د طالبانو نظام د امنیت ټینګښت په برخه کې پاتې بولي.
مرموزې وژنې؛ کونړ کې یو تنکی ځوان د چړو په ګوزارونو وژل شوی
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
