د مکې دفاعي تړون؛ له امریکا وروسته منځنی ختیځ د جوړېدو په حال کې دی

د لندن د کینګز کالج د جګړو د مطالعاتو په څانګه کې ارشد څېړونکی نواف عبیداز وايي، د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د مکې دفاعي تړون په سیمه کې د یوه نوي امنیتي جوړښت او «له امریکا وروسته منځني ختیځ» پر لور یو ګام دی.

عبیداز په الجزیرې وېب‌پاڼه کې په یوه مقاله کې لیکلي، له ایران سره جګړې د فارس خلیج په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو زیان‌مننه څرګنده کړه او د خلیج هېوادونه، په ځانګړي ډول سعودي عربستان، دې ته اړ کړل چې پر امریکا له تکیې پرته د خپلو امنیتي اړتیاوو لپاره نورې لارې ولټوي.

هغه لیکلي، له کلونو راهیسې د سعودي عربستان «ستراتېژیک زغم» له «ستراتېژیکې وابستګۍ» سره ګډوډېده. ریاض به پاروونکو اقداماتو ته زغم کاوه، له غیرضروري جګړو به یې ډډه کوله، له امریکا سره یې خپلې اړیکې ساتلې او پر کورني بدلون او پرمختګ یې تمرکز درلود.

د نوموړي په وینا، دغه زغم هېڅکله په دې معنا نه و چې د امریکا له خوا جوړ شوی سیمه‌ییز امنیتي نظام به «تر نامعلومې مودې» دوام وکړي.

هغه لیکي، هغه د متقابلې دفاع تړون چې د جمعې په ورځ په مکه کې د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ لاسلیک شو، ښيي چې د سعودي عربستان زغم هم بې‌پایه نه دی. دغه تړون د اسلامي نړۍ درې ځواکمن او اغېزناک سني هېوادونه سره یوځای کوي او له دې وروسته د یوه هېواد پر وړاندې وسله‌وال برید د ټولو درېیو هېوادونو پر وړاندې د برید په توګه ګڼل کېږي.

نواف عبیداز وايي: «دا د یوه نوي سیمه‌ییز امنیتي جوړښت د بنسټیز کېدو پیل دی.»

هغه باور لري چې د امریکا او ایران جګړې هغه بدلون چټک کړ چې له وړاندې روان و. د نوموړي په وینا: «د ایران غچ اخیستونکو بریدونو په فارس خلیج کې د امریکا د پوځي اډو د جوړښت زیان‌مننه څرګنده کړه او د پام وړ جنګي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په وضعیت کې یې بدلون راوست.»

د هغه په اند، له دې جګړې وروسته به په پای کې د امریکا څو پوځي اډې وتړل شي، ځکه چې خپل ستراتېژیک اهمیت به له لاسه ورکړي.

د لندن د کینګز کالج دغه څېړونکی وايي، امریکا به له منځني ختیځه ورکه نه شي؛ د استخباراتي اړیکو، پوځي ځواک، ټکنالوژۍ او اقتصادي نفوذ په برخو کې به یې وړتیاوې لا هم پیاوړې وي. خو نوموړی زیاتوي چې دې جګړې د امریکا د برلاسي محدودیتونه څرګند کړل او اوس سیمه‌ییز هېوادونه اړ دي چې خپل امنیت په خپله تنظیم کړي.

په مقاله کې راغلي چې پاکستان، چې د اسلامي هېوادونو په منځ کې له تر ټولو پیاوړي پوځ څخه برخمن دی، سعودي عربستان چې د عربي هېوادونو په منځ کې تر ټولو مجهز هوايي ځواک لري، او ترکیه چې پیاوړی پوځ او په ناټو کې د غړیتوب تجربه لري، یو نوی دفاعي مثلث جوړوي چې داسې ښکاري د امریکا له وتلو وروسته د منځني ختیځ لپاره چمتووالی نیسي.

په همدې حال کې، د سیمه‌ییز امنیت په تأمین کې د پاکستان ونډه له وړاندې هم څرګنده ده. اوس مهال پاکستاني ځواکونه د سعودي ځواکونو ترڅنګ ځای پر ځای شوي او د سعودي عربستان د دفاع په برخه کې ونډه لري.

نواف عبیداز لیکلي، د خلیج نور هېوادونه چې تر اوسه د امریکا پر پوځي اډو تکیه کوي، باید د خپل امنیت د ساتنې لپاره له دغه تړون سره یوځای شي. د هغه په وینا، د امریکا له پوځي چتر پرته، د پخواني سیمه‌ییز امنیتي نظام په شرایطو کې هېڅ هېواد نه شي کولای په یوازې ځان دومره پوځي ځواک رامنځته کړي چې د یوه ستر سیمه‌ییز ځواک پر وړاندې خپل امنیت خوندي کړي.

که څه هم دغه ائتلاف د امریکا او ایران تر جګړې او د ایران له خوا د خلیج پر هېوادونو له بریدونو وروسته رامنځته کېږي، خو عبیداز باور لري چې نوی رامنځته کېدونکی تړون «د شیعه‌ګانو ضد» نه دی. هغه ټینګار کړی چې د مکې تړون «باید هېڅکله په داسې تړون بدل نه شي.»

د هغه په باور، «دا له امریکا وروسته د منځني ختیځ پیل دی؛ داسې سیمه نه ده چې له امریکا پرته وي، بلکې داسې سیمه ده چې نور د خپل امنیت د تنظیم لپاره د امریکا پر ځواک پورې تړلې نه وي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته