د کانټینري موټرو پر واردولو د طالبانو له بندیز وروسته، د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د خلکو اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي او زرګونه کسان بېروزګاره شوي دي.
د سپین بولدک اوسېدونکي وايي، دغه پرېکړې په ځانګړي ډول په بولدک کې پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی او سیمه یې د اقتصادي رکود له جدي حالت سره مخ کړې ده.
دوی زیاتوي چې د کانټینري موټرو د کاروبار د درېدلو له امله ګڼ کسان له سختې بېکارۍ سره مخ شوي، د خلکو د ژوند بېلابېلې برخې اغېزمنې شوې، د جایدادونو بیې راټیټې شوې او د سیمې اوسېدونکي د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن شوي دي.
د سپین بولدک اوسېدونکي له طالب مسوولانو څخه غواړي چې د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
دوی وايي، د دغو موټرو کاروبار افغانستان ته اقتصادي ګټه رسوله او له دې لارې ترلاسه کېدونکې پیسې په هېواد کې مصرفېدې، خو د موټرو ځینې پرزې له ګټې وروسته د سیمې هېوادونو ته صادرېدې.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېر جولای میاشت کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي او کنټرول په موخه په افغانستان کې پر چپهلاسي کانټینري موټرو د تګ راتګ او واردولو پراخ بندیز لګولی و.
