فوزي منصوري، د لیبیا په ختیځ کې د ملي اردو د پوځي استخباراتو مشر، د بنغازي ښار د خپل کور مخې ته ووژل شوی دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې منصوري د دوشنبې (۱۹ زمري) ماښام په خپل موټر کې د ځای پر ځای شوي بم د چاودنې له امله ووژل شو.
فوزي منصوري د ۲۰۲۴ کال په مې میاشت کې د خلیفه حفتر تر مشرۍ لاندې د لیبیا د ملي اردو د پوځي استخباراتو د مشر په توګه ټاکل شوی و.
د لیبیا د ملي اردو عمومي قوماندانۍ منصوري «شهید» بللی او ویلي یې دي چې نوموړي له ترهګرۍ سره مبارزه کوله.
تر اوسه هېڅ فرد یا ډلې د لیبیا د ختیځ د پوځي حکومت د دې لوړپوړي چارواکي د وژنې مسوولیت نه دی منلی؛ خو د خلیفه حفتر دفتر د غچ اخیستنې خبرداری ورکړی دی.
په ۲۰۱۱ کال کې د ولسي پاڅون او د ناټو د ملاتړ له امله د معمر قذافي د حکومت له نسکورېدو وروسته، لیبیا خپل مرکزي حکومت له لاسه ورکړ او هېواد د بېلابېلو وسلهوالو ډلو ترمنځ ووېشل شو.
اوس د «ملي یووالي حکومت» په پلازمېنه طرابلس کې مېشت دی، چې ملکي او پوځي اداري جوړښت لري او د نړیوالې ټولنې له خوا د لیبیا د رسمي حکومت په توګه په رسمیت پېژندل کېږي.
خو د لیبیا ختیځ د «ثبات ملي حکومت» او د «لیبیا ملي اردو» په نوم د پوځي جوړښت تر کنټرول لاندې دی، چې مشري یې خلیفه حفتر کوي او مرکز یې بنغازي دی.
