د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د دغه هېواد سمندري ځواکونو د هرمز تنګي ماینپاکي کړې او اوس یې بشپړ کنټرول په لاس کې لري.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۹مه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، په هرمز تنګي کې د ایران له لوري ځای پر ځای شوي ټول ماینونه پاک شوي دي.
د امریکا ولسمشر وویل: «اوس مهال یوازینی ځواک چې د هرمز تنګي سل سلنه کنټرول په لاس کې لري، د امریکا سمندري ځواک دی.»
هغه زیاته کړه: «ایران کله ناکله ماینونه ځای پر ځای کوي، خو موږ یې پیدا کوو. تاسو پوهېږئ، موږ د دې تنګي ټوله برخه ماینپاکي کړې ده.»
ټرمپ وویل، پر ایران سمندري محاصره د یوه فولادي او نه ماتېدونکي دېوال په څېر په بشپړ ډول عملي کېږي.
د هغه په وینا، له هرمز تنګي څخه یوازې هغه بېړۍ تېرېدلی شي چې د امریکا سمندري ځواک ورته اجازه ورکړي.
بلخوا، ایران هم ورته څرګندونې کوي. د ایران د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو تر دې وړاندې څو ځله د سوداګریزو بېړیو او نفتکشتیو د بریدونو مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې دغه بېړۍ د سرغړونې او د فارس خلیج د اوبو د لارې له مدیریت کوونکو ادارو سره د همغږۍ پرته د تګ راتګ له امله په نښه شوې دي.
