رحیم سکندر، چې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له مبلغینو څخه و او په دې وروستیو کې یې پر دې ډلې نیوکې کړې وې، په خوست کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی دی.
په خوست کې یوې سرچینې ویلي، رحیم سکندر تېره ورځ (شنبه، د زمري ۳۱مه) په خوست ښار کې په خپل دوکان کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړی دی.
سرچینه وايي، رحیم سکندر په دې وروستیو کې په پرلهپسې ډول د طالبانو د حکومت پر سیاستونو نیوکې کولې او په فیسبوک کې یې مطالب خپرول.
د شته معلوماتو له مخې، رحیم سکندر تر دې وړاندې په کابل کې له «حریت» راډیو سره هم کار کاوه، چې له طالبانو سره نږدې بلل کېږي؛ خو تېر کال طالبانو هغه نیولی و او له خپلې دندې یې هم ګوښه کړی و.
رحیم سکندر له شاوخوا یو کال راهیسې د خوست ښار کې د جامو یو دوکان لري.
طالبانو له دې وړاندې هم خبریالان او ټولنیز فعالان په یوه او بله پلمه نیولي او زنداني کړي دي.
