په هرات کې د طالبانو پوځي چارواکي وايي، د اسلامقلعه پر لاره د شاهراه کنډک موظفو ځواکونو ۱۰ دستګاوې چې د «خزانې موندونکو» په نوم یادېږي، کشف او ضبط کړې دي.
په هرات کې د طالبانو د شاهراه کنډک قوماندان سیفالدین صفتالله ویلي، چې د دغو دستګاوو د لېږد په تړاو یو کس هم نیول شوی دی.
د باختر خبري اژانس د هرات ولایتي څانګې نن (سهشنبه، د زمري ۲۰مه) د صفتالله له قوله په یوه راپور کې ویلي، چې دغه دستګاوې د ځمکې لاندې د فلزي توکو د موندلو لپاره کارول کېږي.
د راپور له مخې، د نیول شوي کس دوسیه به د طالبانو قضايي ادارو ته وسپارل شي.
طالبانو د تاریخي اثارو د شخصي موندنې، استخراج او پېر او پلور فعالیتونه «غیرقانوني» بللي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خلکو غوښتي چې که کوم تاریخي اثر ومومي، باید هغه د اطلاعاتو او فرهنګ سیمهییزو ریاستونو ته وسپاري.
