ننګرهار

ننګرهار کې چاودنې دوه پولیس سرتيري ووژل

اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مرکز جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند ولایتو بازار ته څېرمه پر رینجر موټر چاودنې دوه پولیس سرتیري ووژل.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چاودنه نن (شنبه، ۴ د غویي)  غرمه مهال دولس بجې د جلال اباد اتمه ناحیه کې د عامه ساتنې د پولیسو پر رینجر شوې، چې امله یې دوه پولیس وژل شوي او د یو ملکي وګړي په ګډون دوه نور ټپیان شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي: «چاودنه غرمه دولس بجې د جلال اباد ښار اتمه ناحیه کې د پولیسو پر رینجر شوې، دوه پولیس وژل شوي او یو ملکي او یو بل پولیس ټپي شوي.»

تراوسه د یاد برید مسوولیت چا نه دی منلی.