ننګرهار کې املوک

ننګرهار کې د سرو املوکو حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی

ننګرهار کې د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې املوکو ښه حاصل ورکړی دی.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني نن (چهار شنبه، ۲۱ لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د کرنې ادارې څېړنيز فارم اړوند په کامې، کوز کونړ، بټي کوټ، بهسود، سره رود او دره نور ولسواليو کې درې سوه جريبه ځمکه کې د ۲۴ ډوله املوکو تحقيقاتي باغونه جوړ شوي، چې په ټولو سيمو کې يې ښه پايله ورکړې او «۲۲۰۰ » ټنه حاصل یې ورکړی دی.

سبحاني زیاته کړه: «په یو شمیر ولسوالیو کې دسرو املوکو باغونه جوړ شوي، چې سږکال یې ښه حاصل ورکړی او هیله مندي دا ده، چې دا به راتلونکي کال نور هم زیات شي.»

د کرنې ادارې مسوولین وايي، سږکال به بزګرانو سره د پنځه ډوله سرو املوکو باغونو جوړولو کې همکاري وکړي.