ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د اسد ۲۴مې په ویاړ یې د دغه ولایت له محبس سلګونه بندیان خوشې او د سلګونه نورو د بند موده کمه شوه.
د ننګرهار محبس لپاره د طالبانو امر مولوي سهیل سعید نن (سه شنبه، ۲۷ د زمري) ویلي، چې د دغه ولايت له محبس څخه ۳۹۳ بندیان خوشې شوي او د ۲۲۰ نورو د بند په موده کې کموالی راغلی دی.
هغه وايي چې په دې کې يو شمېر د تنکي عمر بنديان هم شامل دي.
نوموړي له خوشي شوو بنديانو وغوښتل چې په راتلونکو کې له جرمونو ډډه وکړي.
د مالوماتو له مخې اوسمهال د ننګرهار په محبس کې ۲۲ سوه زندانیان د بند شپې ورځې سبا کوي.
د ننګرهار له محبس ۳۹۳ تنه بندیان خوشې شول
څرگندونې نشته
څرگندونې نشته
