نصیر احمد فایق: د خلکو له آزادۍ پرته د یوه هېواد خپلواکي بشپړه نه ده

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د افغانستان د خپلواکۍ د ۲۸ اسد ورځې په مناسبت ویلي، د خپلواکۍ لمانځل هغه مهال واقعي معنا پیدا کوي چې د افغانستان خلک له ټولو اساسي حقونو او آزادیو برخمن وي.

فایق په خپله ایکس‌پاڼه کې لیکلي: «د یوه هېواد خپلواکي د هغه د خلکو له آزادۍ پرته بشپړه خپلواکي نه ده.»

۲۸ اسد د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په نوم یادېږي. ۱۰۷ کاله وړاندې، د ۱۲۹۸ لمریز کال د اسد په ۲۸مه، د افغانستان پاچا امان‌الله خان له بریتانیا سره د راولپنډۍ د تړون له لاسلیک وروسته د هېواد خپلواکي اعلان کړه.

له هغه وخت راهیسې د اسد ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ ورځې په توګه لمانځل کېږي. طالبانو هم په تېرو پنځو کلونو کې دغه ورځ لمانځلې ده.

فایق، چې د افغانستان له تېر حکومت څخه په ملګرو ملتونو کې پاتې یوازینی لوړپوړی چارواکی بلل کېږي، ویلي چې د خپلواکۍ د ورځې لمانځل هغه مهال واقعي معنا پیدا کوي چې د افغانستان ټول وګړي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې، له خپلو اساسي حقونو او آزادیو؛ د زده‌کړې او کار له حقونو څخه برخمنې وي.

هغه ټینګار کړی چې د ټولو وګړو سیاسي، مدني، ټولنیز او اقتصادي حقونه باید د قانون او یوه مشروع او ځواب‌ویونکي نظام په چوکاټ کې رعایت او تضمین شي او خلک باید وکولای شي د خپل هېواد د برخلیک او راتلونکي په اړه په آزاده او معناداره توګه په پرېکړو کې ګډون وکړي.

طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د وګړو پر حقونو او آزادیو سخت محدودیتونه لګولي دي. اوس مهال ښځې او نجونې له زده‌کړو او کار څخه محرومې دي.

فایق زیاته کړې: «خپلواکي یوازې له بهرني سلطې څخه خلاصون نه دی؛ ریښتینې خپلواکي هغه مهال تحقق مومي چې د خلکو اراده درناوی شي، انساني کرامت یې خوندي وي او هېڅ وګړی د جنسیت، قومیت، ژبې، مذهب یا سیاسي نظر له امله له خپلو اساسي حقونو محروم نه شي.»

هغه ویلي، که داسې نه وي، نو د خپلواکۍ په اړه تش شعارونه د آزادۍ، حقونو او د خلکو د ارادې د حاکمیت ځای نه شي نیولی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته