عایشه وهاب، ۳۹ کلنه ښځه، د لومړي افغانتباره کس په توګه د یوې ځانګړې ټاکنې له لارې د امریکا کانګرس ته لار موندلې ده.
دغه ټاکنې د چهارشنبې په ورځ (۲۸ د زمري) ترسره شوې، چې په پایله کې عایشه وهاب د ۵۱ زرو څخه د زیاتو رایو په ترلاسه کولو سره خپله همګوندې، ملیسا هرناندز، ماته کړه.
اغلې وهاب د کالیفورنیا له څوارلسمې انتخاباتي حوزې څخه د ۲۰۲۷ کال تر جنورۍ پورې د څلورو میاشتو لپاره د لنډمهاله دورې په موخه انتخاب شوې ده.
هغې د ډیموکرات ګوند په استازیتوب د اریک سوالول څوکۍ نیولې؛ نوموړي د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې د استازو له جرګې استعفا کړې وه.
عایشه وهاب د افغانستان د یوې کډوالې کورنۍ لور ده چې په افغانستان کې د شوروي ځواکونو د حضور له امله د رامنځته شوو جګړو پر مهال کډواله شوې وه. هغه په ۱۹۸۷ کال کې په نیویارک کې زېږېدلې، په ماشومتوب کې یې مور او پلار له لاسه ورکړي او له نهو کلونو وروسته د سرپرستۍ لاندې لویه شوې ده.
عایشه وهاب د سیاسي علومو، سوداګرۍ مدیریت او ټولنیزې مرستې په برخو کې تر دوکتورا کچې زده کړې کړې دي.
هغې په ۲۰۱۸ کال کې د هیوارد ښار شورا ته له انتخابېدو سره سیاست ته مخه کړه او په ۲۰۲۲ کال کې د کالیفورنیا ایالت سنا ته لار وموندله.
