د ایران د ولسي جرګې رئیس محمدباقر قالیباف د ایران له حکومت څخه غوښتي چې د امریکا د اقتصادي بندیزونو د مقابلې لپاره چمتووالی ونیسي، ځکه یوازې په پوځي ځواک هېواد نه شي دوام کولی.
قالیباف دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (۲۹ د زمري) په بغداد کې د ایراني او عراقي سوداګرو په غونډه کې کړې دي.
هغه ویلي: «هر څومره پوځي ځواک چې ولرو، خو که خلک وږي وي، اقتصادي راکړه ورکړه، اقتصادي وده او ملي تولید ونه لرو، دوام نه شو کولی.»
قالیباف زیاته کړې چې «باید د ظالمانه بندیزونو د له منځه وړلو لپاره پلان جوړ کړو، څو وکولی شو پر هغو بریالي شو.»
هغه ویلي چې امنیت او اقتصاد یو د بل لازم او ملزوم دي او د یو بل دوه وزرونه دي. د هغه په وینا: «که امنیت ټینګ نه شي، پانګه به هم رانه شي، او که امنیت ټینګ کړو خو دوام یې د اقتصاد له لارې تضمین نه کړو، هغه هم به پایدار نه وي.»
د ایران د ولسي جرګې رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د ایران او عراق د ملي اسعارو د کارولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په دې توګه باید امریکايي ډالر له دوه اړخیزو راکړو ورکړو څخه وایستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ روانه اوونۍ د ایران پر وړاندې د یوې سترې اقتصادي مبارزې د پیل خبر ورکړی دی. هغه ویلي چې د امریکا د نوي اقتصادي اقدام له مخې، هر هغه هېواد چې له ایران سره اقتصادي راکړې ورکړې ولري، د متحده ایالاتو له سختو بندیزونو سره به مخ شي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت هم تېره ورځ ویلي چې د واشنګټن نوي بندیزونه به «د ایران رژیم د ړنګېدو تر کچې ورسوي.»
بسنت دغه بندیزونه «د نړۍ په تاریخ کې د همغږې اقتصادي انزوا تر ټولو ستر اقدام» بللی او د امریکا له متحدانو یې غوښتي چې دغه بندیزونه مراعات کړي.
