یو افغان وګړی له ازبکستان سره په ګډ بازار کې د نشه‌يي توکو د پلور په تور نیول شوی

Oplus_131072

ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی چې یو افغان وګړی د «ترمز نړیوال بازار» کې د نشه‌يي توکو د پلور په تور نیول شوی دی.

د «دریا» خبري اژانس نن (شنبه، د زمري ۳۱مه) راپور ورکړی چې تورن کس ۲۳ کلن نارینه دی.

د راپور له مخې، دغه افغان وګړي ۵۰۶ ګرامه تریاک «په خپل بدن کې د پټولو له لارې» له پولې پورې اړولي وو او غوښتل یې چې په ګډ بازار کې یې وپلوري.

د ازبکستان د کورني امنیت ادارې ویلي چې دغه افغان وګړی هغه مهال ونیول شو چې د ۲۵۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کې یې د یادو نشه‌يي توکو د پلورلو معامله کوله.

په همدې وخت کې، ازبکستاني امنیتي ځواکونو په همدې سرحدي سیمه کې درې نور کسان هم د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور نیولي دي. په یوه قضیه کې ۴۶ کلن نارینه د یوه کیلوګرام تریاکو او نږدې یوه کیلوګرام چرسو د قاچاق په تور، او په بله قضیه کې ۴۰ او ۶۰ کلن دوه نارینه د نیم کیلوګرام چرسو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

اوس مهال د ټولو څلورو تورنو کسانو پر وړاندې، چې په دریو جلا قضیو کې نیول شوي، جنایي دوسیې جوړې شوې دي.

که څه هم طالبان وایي چې د نشه‌يي توکو له کښت او سوداګرۍ سره مبارزه کوي، خو د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له خاورې څخه د نشه‌يي توکو د قاچاق د زیاتېدو راپورونه ورکوي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټې پرون اعلان وکړ چې دوه افغان وګړي هغه مهال د تاجکستان له سرحدي ځواکونو سره په وسله‌واله نښته کې ووژل شول، چې غوښتل یې ۱۷ کیلوګرامه چرس قاچاق کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته