پکتیا

ګردېز کې یو پولیس او څلور طالبان وژل شوي

اطلاعات روز: د پکتیا امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت په مرکز ګردېز کې د تېرې شپې (شنبه، ۴ د غویي) نښته کې يو پوليس او څلورو وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د پکتيا ولايت د پوليسو وياند محمد لعل اميري اطلاعات روز ته په خبرو کې وويل، تېره شپه ناوخته د مرکز ګردېز اړوند قلعه صادق سيمه کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر امنيتي پوسته ډليز بريد کړی و، چې له څلور ساعته جګړې وروسته د پوليسو په ځوابي ډزو کې د وسله والو طالبانو څلور بريد کوونکي وژل شوي دي.

اميري زياتوي، په دې پېښه کې يو پوليس هم وژل شوی دی. وسله والو طالبانو تر اوسه دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.