اطلاعات روز: د ننګرهار د عامې روغتیا مسوولین وایي، چې لا هم په دې ولایت کې ملاریا یوه ګواښوونکي ناروغي ده.
د دې ولایت د عامې روغتیا رییس نصیر احمد دراني نن (یکشنبه، ۵ د غویي) جلال اباد ښار کې د ملاریا پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې وویل، چې د ټول هیواد په کچه د ملاریا ناروغۍ نیمایي پېښې یې په ننګرهار کې ثبتیږي .
د دراني په خبره د ملاریا پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ دا ځل (د ملاریا پر وړاندې یو موټی شئ) تر عنوان لاندې نمانځي. د ښاغلي دراني په وینا له پاکستان څخه هېواد ته د کډوالو له راستنېدو او د کورنیو بې ځایه شوو له ډېرېدو سره په دغه ولایت کې د ملاريا په ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر زيات شوی.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر نصیر احمد دراني زیاته کړه: «د ټول هیواد په کچه د ملاریا ناروغۍ زیاتې پېښې په ننګرهار کې لرو، یعنې د ټول هیواد په کچه پنځوس سلنه پېښې یې په ننګرهار کې دي او لامل یې له پاکستان کډوال راستنیدل، د جګړو له امله بیځایه کیدنه د خلکو له لوري روغتیایي لارښوونو ته پام نه کول او په دې برخه کې نوره بې غوري دي.»
نوموړی وایې، د پخوا په پرتله یې دې ولایت کې روغتیايي تدابیر زیات کړي چې سږکال د ملاریا ناروغۍ له امله د مړینې هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې. نصیر احمد درانی وايي، هڅه کوي د ملاريا ناروغۍ د لا پراخېدو د مخنيوي لپاره په درملو ککړې درې میلیونه پشه خانې ووېشي.
ډاکتر نصیر احمد درانی زیاتوي: «پخوا به په ننګرهار کې د ملاریا ناروغۍ څخه د مړینې پېښې زیاتې وې خو زمونږ د روغتیايي ټیمونو په هڅو خوشبختانه چې سږکال او تیر په دې ولایت کې د مړینې هیڅ پېښه نه ده ثبت شوې او لا هڅه کې یو، چې د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي لپاره په ښار او ولسوالیو کې پر خلکو درې میلیونه پشه خانې وویشو او له خلکو هم غوښتنه کوو چې د ویده کیدو پر وخت دې له پشه خانې کار واخلي.»
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل بیا یادې غونډې ته د وینا پرمهال د ملاریا ناروغۍ څخه د مخنیوي په برخه کې له روغتیایي مسوولینو وغوښتل، چې د عامه پوهاوي لړۍ دې چټکه کړي تر څو د ملاریا ناروغۍ مخه ونیول شي.
ضیاالحق امرخیل زیاته کړه: «زمونږ غوښتنه له روغتیایي چارواکو دا ده چې دوی باید د ټولو ناروغیو په برخه کې اول خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي تر څو یې په سم ډول مخنیوی وشي نو زه تمه لرم چې د ملاریا په برخه کې نور هم ولسونو سره کار وشي او په دې برخه کې څه ډول چې لازمه ده خلکو ته عامه پوهاوی وشي.»
د جلال اباد ښار اوسیدونکي نورالله اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، د ښاروالۍ له لوري له جلال اباد ښاره پر وخت د کثافاتو نه ټولول او په عامه ځایونو کې د ناپاکه اوبو د ډنډونو شتون د دغه ناروغۍ د لا پراخېدو زمينه برابره کړې.
نورالله زیاتوي: «له ښاروالۍ اوعامو خلکو مو غوښتنه دا ده چې دوی باید په خپلو سیمو کې د ګنده ګۍ د مخنیوي لپاره کار وکړي، شاروالۍ چې څه ډول لازمه ده هم یې کار نه دی کړی د ښار په هره کوڅه کې کثافات پراته وي نو له امله یې ماشي پیدا او بیا خلکو حتما په ملاریا ناروغۍ اخته کیږي.»
په همدې حال کې د عامې ورغتیا وزارت وایې، چې په هیواد کې د ملاریا ناروغۍ پېښې له پنځو سلنو دوه سلنې ته کمې شوي، خو له دې سره، سره تېر کال په دغه هېواد کې په ملاریا د ۱۵۰ زره کسانو د اخته کېدو پېښې ثبت شوي دي.
د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي، داسې مهال د ملاریا ناروغۍ له زیاتوالي او د هغه له نه مخنیوي شکایت کوي، چې د روغتیا پالانو په خبره، د ګرمۍ په موسم کې که چېرته خلک خپلې روغتیا ته پاملرنه وکړي، نو نه یواځې چې په ملاریا به اخته نه شي بلکې له ډېرو بدو ناروغیو به په امن وي.