کونړ کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په مرکز اسعد اباد ښار کې د یوې ازادې داوطلبۍ پرمهال د ۲۱ اعشاریه ۱ مېلیون افغانیو په ارزښت بیروج، کونزایټ، بلور او مارګنیټ ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې وپلورل شوې.
د کونړ د کانونو او پټرولیم لپاره د طالبانو رییس محمد شېرین حقاني وایي، دا ډبرې تېره ورځ (چهارشنبه ۴ د وږي) په اسعداباد ښار کې د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو په مارکېټ کې پلورل شوي.
حقاني ویلي، د دغو عوایدو له درکه ۲ مېلیونه او لس زره افغانۍ د طالبانو حکومت خزانې ته جمع شوې دي.
نوموړژ د پلورل شویو ډبرو د وزن په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې د دغو ډبرو د پلور بولۍ کې د داخلي پانګه والو سربېره چنایي پانګه والو هم ګډون کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم طالبانو کونړ کې د ۱۱۴ مېلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورل شوې وې.
