اطلاعات روز: د کونړ ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت مقام پر ودانۍ راکیټي برید شوی او پنځلس تنه په کې ټپي شوي دي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د کونړ ولایت پر مقام دغه راکیټي برید نن (دوشنبه، ۶ د غويي) سهار شاوخوا نهه نیمې بجې هغه مهال چې د ختیځو ولایتونو په کچه د حسن قرات سیالۍ روانه وه، وشو.
د ښاغلي مصمم په وینا نن چې د دې سیالیو دویمه ورځ وه، د یادې سیالۍ پر تالار د وسله والو طالبانو له لوري مزایل توغول شوی او پر یادې سیالۍ لګیدلی دی، چې له امله یې پنځلس تنه د قران حافظان ټپيان شوي دي.
مصمم زیاتوي: «نن سهار نهه نیمې بجې د کونړ په مقام کې د قران کریم سیالۍ روانه وه چې د همدې سیالۍ پر تالار د وسله والو طالبانو له لوري مزایل توغول شوی چې له امله یې پنځلس تنه ټپیان شوي دي.»
اخوا د کونړ د عامې روغتیا رییس عزیزالرحمن ساپی وایي، چې د پېښې له ځایه روغتون ته پنځلس ټپیان راوړل شوي چې زیاتره یې قاریان او د یادې سیالۍ ګډونوال دي. هغه وایې، په ټپیان کې د څلورو هغو یې وضعیت د اندیښنې وړ دی.
تراوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
