ملګري ملتونه: مالي سرچینو ته لاسرسی په افغانستان کې د کاروبارونو پر وړاندې لوی خنډ دی

Oplus_131072

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، مالي سرچینو ته لاسرسی په افغانستان کې د کاروبارونو پر وړاندې «یو لوی خنډ» دی.

دې ادارې نن (پنج‌شنبه، د سنبلې ۱۲مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د کوچنیو کاروبارونو، په ځانګړي ډول د ښځو د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د اړینو مالي سرچینو د برابرولو په موخه یې د «اعتبار تضمین» یو پروګرام پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د اعتبار تضمین پروګرام له پور ورکوونکو، په ځانګړي ډول له بانکونو سره مرسته کړې چې له ۲۳ زره او ۷۰۰ څخه ډېرو کوچنیو او منځنیو کاروبارونو ته پورونه ورکړي. د دې پروګرام په پایله کې د څه باندې ۴۷ زره کسانو لپاره د کار زمینه برابره شوې ده.

دا پروګرام چې په ۲۰۲۴ میلادي کال کې پیل شوی، د ۷۱ میلیونو امریکايي ډالرو څخه زیاته خصوصي پانګه یې راجلب کړې ده.

ابراهیم تومبي، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د یوې پروژې مدیر، وايي چې دا پروګرام په حقیقت کې د «خطر شریکولو» پروګرام دی.

د هغه په وینا، د هغو معیارونو پر بنسټ چې د ملګرو ملتونو د پراختیا صندوق ټاکلي، خصوصي سکتور او بانکونو ته ډاډ ورکول کېږي چې له هغو ځوانانو سره مرسته وکړي چې د کاروبار لپاره «پلان او لېوالتیا» لري، خو د لومړنۍ پانګونې لپاره پیسې نه لري.

د «اعتبار تضمین» پروګرام له لارې بانکونه هڅول کېږي چې هغو کاروبارونو ته پورونه ورکړي چې د «ودې وړتیا» لري.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د دې ادارې په حمایوي پروګرامونو کې تر ډېره هغه کوچني او منځني کاروبارونه شامل دي چې مشري یې ښځې کوي.

دې ادارې ویلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د میلیونونو ښځو لپاره د کاروبار پیلول د عاید د ترلاسه کولو له هغو وروستیو لارو څخه دي چې ورته فکر کوي، خو د ملګرو ملتونو حمایوي پروګرامونه د دې کار زمینه برابروي.

د دې ادارې په وینا، ملګرو ملتونو له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې، د څلورو کلونو په موده کې، له ۸۹ زره رسمي او غیررسمي کاروبارونو سره مرسته کړې ده. له دې ډلې ۹۱ سلنه، یعنې نږدې ۸۱ زره کاروبارونه، د ښځو تر مشرۍ لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له افغانستانه د واک تر نیولو وروسته ښځې له زده‌کړو او په دولتي او خصوصي ادارو کې له کار کولو منع کړې دي. هغه کاروبارونه چې د ملګرو ملتونو، بانکونو او نورو ادارو د پورونو او حمایوي پروګرامونو په مرسته پیل شوي، تر ډېره خصوصي او کورني کاروبارونه دي.

په دغو فعالیتونو کې ښځې تر ډېره په خیاطۍ، د لبنیاتو او شېریني‌بابو لکه کلچو په تولید او پروسس، په کلیو کې د چرګانو په روزنه، د سبزیجاتو په کوچنیو فارمونو او همدارنګه په ځینو مواردو کې د وچې مېوې په پروسس، پېر او پلور بوختې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته