ریچارد بنت: یوې ښځې د محرم نه لرلو له امله خپله لور له لاسه ورکړې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت ویلي چې د طالبانو له لوري پر تګ‌راتګ او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي محدودیتونه جدي پایلې لري، په ځانګړي ډول پر ماشومانو.

د بنت په راپور کې د هلمند د یوې ښځې له قوله ویل شوي چې هغې د محرم نه لرلو له امله خپله لور له لاسه ورکړې ده.

په راپور کې د دغې ښځې له قوله راغلي: «لور مې ټوله شپه ناروغه وه. مېړه مې په کور کې نه و چې له ما سره روغتون ته ولاړ شي. کله چې مو هغه روغتون ته ورسوله، ډېر ناوخته شوی و. خپله لور مې د محرم نه لرلو له امله له لاسه ورکړه.»

طالبانو ښځې له محرم پرته روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي منع کړې دي.

ریچارد بنت ویلي چې افغانستان لا هم د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د روغتیا په برخه کې له اوږدمهاله بحران سره مخ دی؛ هغه بحران چې د اوږدمهاله خوارځواکۍ، د روغتیايي نظام د کمزورتیا او روغتیايي او وقایوي خدمتونو ته د کافي لاسرسي د نشتوالي له امله رامنځته شوی دی.

د نوموړي په وینا، په دې وروستیو کې د مالي سرچینو کمښت، د بشري مرستو کموالی او جنسیتي محدودیتونه چې د بشري مرستو د رسوونکو بنسټونو پر فعالیتونو یې اغېز کړی، دغه وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي چې پر طبي زده‌کړو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره د قابلګۍ او نرسنګ پر زده‌کړو سختو محدودیتونو د روغتیايي برخې حیاتي بشري سرچینې کمزورې کړې دي.

هغه زیاته کړې چې د ښځو پر تګ‌راتګ د محدودیتونو ترڅنګ دغه وضعیت روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی لا پسې محدودوي.

طالبانو په داسې حال کې نجونې له زده‌کړو، د طبي زده‌کړو په ګډون، منع کړې دي چې افغانستان د ښځینه ډاکترانو له کمښت سره مخ دی. د راپورونو له مخې، اوس مهال په ځینو سیمو کې ښځینه متخصصې ډاکترې نشته.

په ورته وخت کې، طالبانو د ښځینه ناروغانو درملنه هم د نارینه ډاکترانو له لوري منع کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته